د روغتيا سازمان افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ۱۶ مليون ايرو د مرستې خبر ورکړی

د اروپايي ټولنې بيرغ

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د اروپایي ټولنې د ۱۶ ملیون ایرو مرستې خبر ورکوي.

ډبلیواچ‌او پرون په څو ټویټونو کې ویلي چې، دغه مرسته به په افغانستان کې د رواني روغتیا له ښه کېدو مرسته وکړي او هم به د هغو کسانو ملاتړ وشي چې د مخدرو موادو له امله اختلالات لري.

د ډبلیواچ‌او په وینا اروپایي ټولنه د افغانستان له خلکو سره د یوه پراخ او دوامداره روغتیایي سیسټم په رامنځته کولو کې متعهده ده.

همدارنګه ویل شوي هغه اختلالات چې، د مخدره موادو د کارولو په نتیجه کې رامنځته کیږي، باید اساسي روغتیایي ستونزې وګڼل شي نه جرمي چلند.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کابل په ګډون له ډېرو ښارونو په مخدره موادو روږدي کسان راټول کړي او ډېر یې په هغو ځایونو کې ساتلي چې پخوا د زندانونو په توګه ترې کار اخیستل کېده.

پر طالب چارواکو یو انتقاد دا دی چې په دغو ځایونو کې په مخدره موادو د روږدو کسانو سمه درملنه نه‌کیږي.