د افغانستان مرکزي بانک چې اداره یې د طالبانو په لاس کې ده، کابل ته د نغدو ۴۰ ملیون ډالرو مرستو د یوې بلې کڅوړې د رسېدو خبر ورکوي.
دې بانک پرون چهارشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه پیسې یوه سوداګریز بانک ته ولېږدول شوې.
له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، د افغانستان مرکزي بانک دغه نغدي بسپنه د نړیوالو بشري مرسته بولي چې، تر اوسه یې د کڅوړو شمېر۵۱ ته رسیږي.
دغه نغدي مرستې د چا لهخوا شوي یا کېږي او هغه په څه ډول لګول کېږي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د راپور لهمخې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې چې له دې هېواد سره د نړیوالو مرستو بهیرپیل شوی، تر اوسه نژدې دوه ملیارد ډالره بشري مرسته له افغانستان سره شوې ده.
دا چې دغه نغدي مرستې د چا لهخوا شوي یا کېږي او هغه په څه ډول لګول کېږي، د دې راپور تر جوړېدو د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند او د افغانستان بانک چارواکو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنهکړ.
خو نړیوالو چې تر اوسه یې د طالبانوحکومت په رسمیت نهدی پېژندلی تل په دې خبرې ټینګار کړی چې نغدي مرستې د طالبانو حکومت ته نه ورکوي بلکې هغه د افغانستان له هغو وګړو سره کوي چې مرستو ته سخت اړ دي.
که څه هم د دغو نغدو مرستو د لګولو مسله تر اوسه مبهمه ده خو یو شی چې واضح دی هغه دا چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک او د مالیې وزارت یې تر اوسه په سلګونو ملیون ډالره د داوطلبۍ له لارې بازار ته وړاندې کړي چې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت ثابت وساتي.
د اقتصاد پوهانو په وینا دې کار تر اوسه له دې سره مرسته کړې چې د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت تر ډېره ثابت وساتل شي.
د افغانستان مرکزي بانک له افغانستان سره د نژدې دوه ملیارډ ډالرو نغدي مرستې خبر داسې مهال ورکوي، چې د دې هېواد په ملیونونو وګړي د نړیوالو پر خوراکي، مالي او نورو مرستو متکي دي.
په دې اړه نور: افغانستان ته د ۴۰ ميليونه ډالرو نغدي مرستو بله کڅوړه هم ورسېدهد ملګروملتونو مرستندویه موسسې وایي، راتلونکي ۲۰۲۳ م کال به هم په دې هېواد کې پر اړمنو کسانو شاوخوا لس ملیونه نور هم ورزیات شي او شمېر به یې شاوخوا ۲۸ ملیون وګړو ته ورسیږي چې د خوراکي موادو په برخه کې به مرستو ته اړتیا ولري.
انتقاد کونکي وایي، د دې پر ځای چې د نړیوالو مرستندویه ټولنو د بشري مرستو او له افغانستان سره د نړیوالو د نغدو مرستو په نتیجه کې په دې هېواد کې د اړمنو کسانو شمېر راکم شوی وای، برعکس یې شمېر زیات شوی دی.
د اقتصادي چارو د کتونکو په باور تر هغو به په وضعیت کې بدلون رانهشي ترڅو د اقتصادي خوځښت او د خلکو لپاره د کارموندنې په برخو کې بنسټیز کارونه ونهشي.