د اوکراين صدراعظم: د زاپوريژيا له اټومي بټۍ د درنو وسلو د ليرې کولو پر موافقې کار روان دی

د زاپوريژيا اټومي بټۍ تاسيسات

د اوکراین صدراعظم دینیس شمیهال Denys Shmyhal وايي چې، د زاپوریژیا له اټومي بټۍ څخه د درنو وسلو د لیرې کولو پر موافقې لاهم کار روان دی.

خو دی وايي پر دې موافقه شوې چې د اوکراین دې اټومي بټۍ ته به د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې IAEA ټیمونه د څارنې لپاره استول کېږي.

ښاغلي شمیهال په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر ایمانوېل مکرون او د IAEA له مشر رافایل ګروسي سره د زاپوریژیا د تاسیساتو په اړه تر خبرو وروسته وویل چې، په دې اړه جزییات تراوسه نه‌دي روښانه شوي.

زاپوریژیا ته د IAEA د څارونکو استول د هغو هڅو یوه برخه ده چې د اوکراین په ختیځ کې د جګړو له تودېدو وروسته د اټومي ناورین د مخنیوي لپاره پیل شوي دي.