د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنرۍ د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې د قزاقستان د مرستې ستاینه کړې ده او ویلي یې دي چې دا کومکونه په داسې مهم وخت کې اړمنو ته رسیږي چې هوا سړه شوې ده.
د دې کمېشنرۍ د رسنیو د برخې مسوول پیتر کسلر پرون ازادي راډیو ته وویل، د ګیان او برمل ولسوالیو له زلزله ځپلیو سره به د قزاقستان مرستې روانه اونۍ سیمې ته ورسیږي.
د ښاغلي کسلر په وینا، د قزاقستان په مرستو کې، تودې جامې، کمپلې او د کور اړین وسایل شامل دي.
د جون په دوه ویشتمه د پکتیکا په برمل او ګیان او د خوست په سپیره ولسوالیو کې زلزلې په زرګونو کورونه ویجاړ کړل او تر زرو ډېر کسان یې ووژل.