ملګري ملتونه: اوس مهال شپږ ميليونه افغانان له قحطۍ سره مخ دي

يو شمېر افغان مېرمنې چې د سړک پر سر د مرستو په تمه ناستې دي، انځور - ارشيف

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د ښځو د پياوړتیا او جنسیتي برابرۍ اداره وایي، د اوس لپاره لږ تر لږه شپږ میلیونه افغانان د قحطۍ په درشل کې ژوند کوي.

دې ادارې پرون په یو لړ ټویټونو کې ولیکل چې د بشري بحران ترڅنګ د لومړنیو حقونو په وړاندې سخت محدودیتونه، دا ښیي چې افغان مېرمنې او نجونې تر ټولو شاته پاتې دي.

د دې ادارې په وینا، افغان نجونو او ښځو ته خدمات لږ رسیږي، دوی له محرم پرته د سفر او له کوره بهر د کار له بندیزونو سره مخامخ دي.

د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوې دي، له څو محدودو دولتي ادارو پرته په نورو کې ښځې له کاره منع شوې دي او ښځو ته امر شوی دی چې له محرم پرته به سفر نه کوي.

دا محدودیتونه د نړۍ د ګڼو هېوادو او د بشري حقونو ډلو له انتقادونو سره مخامخ شوې دي.