داعش وسله‌والو کابل کې پر يوه هوټل د پروني بريد مسؤليت ومانه

انځور - ارشيف

د اسلامي دولت یا داعش سخت‌دریځې ډلې د کابل په یوه هوټل کې د پرونۍ حملې مسؤلیت ومانه.

دې ډلې په یوه بیان کې ویلي، د دوی دوو وسله‌والو د هوټل په دروازه کې د هغه ساتونکو ته لاسي بم وغورځاوه او دوه بمونه یې د چینایانو د مېلمستون په سالون کې په داسې حال کې وچاودول چې د مېلمستون چینايي مېلمانه په یوه محفل کې راغونډ شوي وو.

دوی همدا راز ادعا کړې چې یوه وسله‌وال یې د طالبانو خوا ته بم واچاوه او بل یې د هوټل د خونو د دروازو د پرانیستلو په خاطر چاودېدونکي مواد والوزول او د مېلمستون په خونو کې یې پر مېلمنو ډزې وکړې.

طالبانو پرون وویل چې، په دې برید کې درو تنو لاس درلود چې د دوی ځواکونو ووژل.

طالبان په دې پېښه کې د دوو بهرنیانو د ټپي کېدو خبره کوي او وايي چې هغوی له پاسنیو پوړونو ځانونه غورځولي وو.

له بلې خوا په کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسوولان وايي چې دغه روغتون ته ۳ مړي او ۱۸ ټپیان وروړل شوي دي.