برښنا شرکت: له ازبکستان په وارداتي برښنا کې د ستونزو له امله پرچاوي زياته شوې

د برښنا شرکت کارکوونکي، انځور - ارشيف

د برښنا شرکت وايي د ازبکستان په وارداتي برښنا کې د ستونزو له امله د برښنا پرچاوۍ زیاتې شوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه دولتي شرکت ویاند حکمت الله میوندي په یوه پیغام کې ویلي: "د ازبکستان هېواد څخه چې کومه برښنا کابل ته واردیږي د هغوی د وینا په اساس د دوی د برښنا د تولید په شبکو کې ستونزه رامنځته شوې او نه‌شي کولای د قرارداد مطابق برښنا موږ ته راوسوي."

میوندي زیاته کړې چې هڅه روانه ده له حرارتي برښنا څخه استفاده زیاته او ستونزې هوارې شي.

د ژمي په درشل کې په کابل او نږدې نورو ولایتونو کې خلک د برښنا له زیاتې پرچاوۍ شکایت لري.

دوی ویلي چې په یوه شپه او ورځ کې تر دوو – دریو ساعتونو ډېر برق نه‌لري او هغه هم په داسې وختو کې راځي چې د دوی په درد نه خوري.