د ښځو د حقونو فعاله 'ظريفه يعقوبي' د طالبانو له بنده خوشې شوه

ظريفه يعقوبي

د برابرۍ لپاره د افغان ښځو غورځنګ غړې او د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي د طالبانو له زندانه خوشې شوه.

د نوموړې خور عارفې یعقوبي، او د ښځو د حقونو یو شمېر نورو فعالانو دا خبره ازادي راډیو سره په خبرو کې تاييد کړې ده.

خو د افغانستان د ځواکمنو ښځو د خود جوشه حرکت غړې راضیې بارکزی ازادي راډیو ته وویل، چې د دغه حرکت د غړې فرحت پوپلزۍ او نورو هغو ښځو برخلیک نه‌دی معلوم چې لا هم د طالبانو په بند کې دي.

نوموړې وويل: "له نېکه‌مرغه د ظریفې یعقوبي د خوشې کېدو خبر مو تر لاسه کړ خو له بده مرغه د فرحت پوپلزۍ، الهه دلاورزۍ او یو شمېر نورو بندي ښځو برخلیک معلوم نه‌دی."

د ښځو د حقونو د فعالې ظریفې یعقوبي یو شمېر همکارانو د لړم په دولسمه نېټه ازادي راډیو ته وویل، چې طالب ځواکونو نوموړې د (برابرۍ لپاره د افغان ښځو غورځنګ) د اعلان پر مهال له خپلو څلور تنو نارینه همکارانو سره ونیوله او بندۍ یې کړه.

د نوموړې د همکارانو د خوشې کېدو په اړه تر اوسه کوم خبر نه‌دی ورکړل شوی.

د یادونې ده، چې د طالبانو له‌خوا د ځواکمنو ښځو د خود جوشه حرکت غړې فرحت پوپلزۍ له نیول کېدو یوه اوونۍ ورسته، حمیرا یوسف او یو شمېر نورې معترضې مېرمنې هم د طالبانو له‌خوا ونیول شوې، چې لا یې د برخلیک په اړه معلومات نه‌شته.