يونېسف د يمن په جګړه کې تر ۱۱ زره د ډېرو ماشومانو د وژل کېدو او معلول کېدو خبر ورکړ

يمني ماشومان، انځور - ارشيف

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف نن دوشنبه وویل، چې د یمن په کورنۍ جګړه کې چې نږدې اته کاله مخکې پیل شوې، تر اوسه تر ۱۱زرو ډېر ماشومان یا وژل شوي یا معلول شوي دي.

یونېسف وايي، اټکل دا دی، چې د دې شخړې د مړو واقعي شمېر ښايي تر دې خورا زیات وي.

په یمن کې روان بشري بحران د نړۍ په سطحه ناوړه بلل شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس له‌مخې، د یونېسف اجرایه مدیرې کاترین رسل (Catherine Russell) ویلي، په زرګونو ماشومان مړه دي، په سلګونو زره یې د مخنیوي وړ ناروغیو یا هم لوږې له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

په یمن کې دوه ملیونه او دوه لکه ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته دي، چې یو پر څلورمه یې تر پنځو کلونو کم عمرونه لري.