پاکستاني چارواکي: د طالبانو په ډزو د دغه هېواد ۶ پاکستاني وګړي وژل شوي

سپين بولدک - چمن دروازه

د پاکستان یو لوړپوړی چارواکی وايي، د دغه هېواد ۶ وګړي هغه وخت ووژل شول، چې د طالبانو سرحدي ځواکونو پرون یکشنبه پر چمن «بې دلیله او بېباباکانه» ډزې وکړې.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق تېره شپه په ځینو ټویټونو کې دغه راز ویلي، چې په دې پېښه کې ۱۷ نور کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو چارواکو ته خبر ورکړل شوی، چې د دغسې پېښو مخه ونیسي او د هغو کسانو په وړاندې اقدام وکړي، چې د دې پېښې مسوول دي.

په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید ازادي راډیو ته ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو د طالبانو یو غړی هم وژل شوی او د درېیو ملکیانو په ګډون ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي په سپین بولدک- چمن کې پرون وسله‌واله نښته وروسته له هغې پېښه شوه، چې پاکستاني پوځیانو د طالبانو له سرحدي ځواکونو غوښتنه وکړه، چې هلته د یوې نوې پوستې د جوړولو کار ودروي.