جاپان له افغانستان سره د ۱۰۶ ميليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

د جاپان بيرغ، انځور - ارشيف

په افغانستان کې د جاپان سفیر اوکودا تاکاشي د افغانستان له خلکو سره د ۱۰۶ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

نوموړي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره پرون په کابل کې لیدلي ویلي چې، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو لپاره ښې حکومتولۍ ته اړتیا ده.

سفیر اکودا دا خبره پرون په خپل ټویټر کې کړې ده.

په دې کتنه کې هغه د افغانستان د راتلونکي لپاره په ځانګړې توګه د نجونو د زده‌کړې او د رسنیو پر ازادۍ ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له افغانستان سره د توکیو له مرستو مننه وکړه.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې اوسنی وضعیت کړکېچن دی او شاوخوا شل میلیونه وګړي چې د هېواد نیمايي نفوس جوړوي، کافي خواړه نه لري.