د روغتيا سازمان: افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ويروس په ورکېدو دی

انځور - ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، افغانستان د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د ویروس د ورکېدو په څو قدمي کې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون یکشنبه ټویټ کړی او لیکلي یې دي چې، واکسیناتوران دې هدف ته د رسېدو لپاره سختې هڅې کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې سږ کال په ټول افغانستان کې د پولیو د واکسین ۸ کمپاینونه ترسره شوي، چې شپږ یې په ټولو ولایتونو کې او دوه یې په ځانګړو سیمو کې و.

په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې چې یوه یې په کونړ او بله یې په پکتیکا کې ده.

اوس مهال افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې د پولیو ناروغي په‌کې له منځه نه‌ده تللې.