امریکا: د نننۍ زلزلې مرکز په لوګر کې و

د افغانستان په عمومي نقشه کې د لوګر ولایت موقعیت

په کابل او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې نن سهار د زلزلې ټکانونه احساس شوي.

د راپورونو له مخې، د دې زلزلې له کبله، چې د سهار په ۶ بجې او ۲۰ دقیقې وشوه، د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د امریکا د جیالوجیکي سروې پر اساس، د دې زلزلې مرکز د لوګر ولایت له مرکز پُل علم څخه ۳۰ کیلومتره لېرې په ځمکه کې ۲۴۳ کیلومتره ژور و.