د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا او جرمني سفیران احضار کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا او جرمني سفیران احضار کړي او دغه هېوادونه یې د ناقانونه بندیزونو د عملي کېدو په ملاتړ تورن کړي دي.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بریتانیا سفیر سایمون شرکلیف یې د دې لپاره احضار کړی چې بریتانیایي چارواکو ایران کې له روانو اعتراضونو ملاتړ کړی.

ایراني چارواکو د بریتانیا له خوا د مظاهرو ملاتړ د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

په خبر کې راغلي چې تهران کې د جرمني سفیر هانس اودو یې هم د همدې لپاره احضار کړی چې هېواد یې ایران کې له مظاهرو ملاتړ کړی دی.

دغه اروپایي ډیپلوماتان داسې مهال احضارېږي چې ټاکل شوې پر ایران د مظاهره چیانو د ځپلو له کبله سر له دوشنبې د اروپایي ټولنې یو شمېر نوي بندیزونه عملي شي.