د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیټ وايي خوشحاله دی چې دا اوونۍ یې د جرمونو نړیوالې محکمې په غونډه کې ګډون کړی دی.
د بینیټ د تېرې شپې د ټویټ له مخې دغې محکمې د جنسیتي ځورونې د جرمونو په باب خپله نوې پالیسي پیل کړې ده.
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه ناپایه تیاره حالت ته په پام سره په افغانستان کې هم پر دې موضوع د څېړنو ملاتړ کوي.
د جرمونو نړیوالې محکمې وتلي څارنوال کریم خان تېره چهارشنبه د جنسیتي ځورونې د جرمونو په باب د پالیسۍ د بدلون خبر ورکړی و.