طالبان: په غور کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۷ کسان ټپیان شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د غور ولایت موقعیت

په غور ولایت کې د دوو ښځو په ګډون اووه کسان د یوه فلاینکوچ ډوله موټر د اوښتو په پېښه کې ټپیان شول.

د غور لپاره د طالبانو ویاند عبدالواحد حماس وايي، پېښه پرون مازیګر په شهرک ولسوالۍ شوې او دوه ټپیان د هرات ولایت روغتونو ته لېږدول شوي دي.

هغه د پېښې علت د سړک خرابوالی یاد کړ.