په بلوچستان کې بمي چاودنې ۱ تن وژلی او ۶ نور یې ټپیان کړي

ارشیف

د پاکستان پولیس وايي، پرون شنبه د بلوچستان په یوه نانوایي کې د بمي چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱ تن وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د اسوشېټیډپرېس خبري اژانس په حواله، د پولیسو یوه افسر قاسم شاه ویلي، دغه بمب د اوران ولسوالۍ د بازار په نانوایي کې چاودلی دی.

قاسم شاه د بلوڅانو بېلتون غوښتونکو ډلې ته په اشاره ویلي، چې دغه بمب د دولت ضد عناصرو منفجر کړی دی.

تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو تر دې مخکې د بلوڅانو بېلتون غوښتونکو ډلو د دغسې حملو مسوولیت منلی دی.