امریکا د اوکرایني ځواکونو پیاوړتیا لپاره نوې مرسته اعلان کړه

اوکرایني ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې

سپینې ماڼۍ د اوکراین د هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د ۲۷۵ میلیون ډالرو نوې مرسته اعلان کړه.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي پرون تېره شپه خبریالانو ته وویل چې دا مرسته به ډېر ژر اوکراین ته ورسېږي څو خپل هوايي ځواک پیاوړي کړي او د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د حملو مخه ونیسي.

روسیه هره ورځ د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو راکټي حملې کوي څو په دې توګه د خلکو د زیانمنولو له لارې په دې هېواد کې د مقاومت روحیه وځپي.

اوکراین د دې حملو د شنډولو لپاره له څو میاشتو راهیسې د هوايي مدافعې په برخه کې له خپلو متحدانو څخه د مرستې غوښتنه کوي.