اردوغان د روسیې او اوکراین ولسمشرانو سره خبرې کوي

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر پوتین، په منځ کې د ترکیې ولسمشر اردوغان او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر زیلینسکي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره به بل سبا د یکشنبې په ورځ خبرې وکړي او د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره به هم وغږېږي څو د تور سمندرګي له لارې د ملګرو ملتونو ملاتړې د غلو د صادراتو هوکړه پیاوړي شي.

اردوغان دغه څرګندونې نن په استانبول کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

دې غونډې ته د اوکراین ولسمشر هم د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

ملګرو ملتونو درې اونۍ مخکې اعلان وکړ چې د تور سمندرګي له بندرونو څخه د اوکراین د غلو د صادراتو پروګرام څلور میاشتې نور هم وغځول شو.