اندونیزیا کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس پای ته ورسېد

د جاکارتا یوه څنډه

په اندونیزیا کې د افغانستان په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې یوې تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ ته د رسېدو لپاره له افغانانو سره د پیوستون او په دې برخه کې د ښځو د تعلیم پر اهمیت ټینګار وکړ.

د کنفرانس د پای په اعلامیه کې په شاوخوا لسو مواردو ټینګار شوی چې په سر کې یې د تلپاتې سولې لپاره د بین الافغاني خبرو یادونه شوې.

همدارنګه د افغانستان د پرمختګ،سولې او ثبات لپاره د ښځو رول حیاتي بلل شوی او ټينګار شوی که په ټولنه کې مساوي او معنی داره ونډه ورکړل شي له شک پرته به دا هدفونه ترلاسه شي.

طالبانو لا هم اجازه نه ده ورکړې، چې نجونې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم وکړي او ښځو ته هم په اکثرو ادارو کې د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

دا نړیوال کنفرانس د افغان مېرمنو د تعلیم په اړه د اندونیزیا او قطر په ګډ کوربه توب پرون ترسره شو چې په کې د امریکا، قطر، اندونیزیا، پاکستان په ګډون د شلو هېوادونو او سازمانونو استازیو برخه اخیستې وه.

په دغه کنفرانس کې د طالبانو کوم استازی نه تر سترګو کېږي، خو د نړۍ ځینو رهبرانو په کې ګډون کړی دی.