ایران کې د 'محسن شکاري' اعدام نړیوال غبرګونونه راپارولي

محسن شکاري

د ایران د قضایه قوې له خوا د ۲۳ کلن محسن شکاري د اعدام په اړه نړیوال غبرګونونه دوام لري.

یوې دیپلوماتیکې سرچینې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د وروستیو مظاهرو پر مهال د نیول شویو معترضانو له ډلې د یوه کس د اعدام په غبرګون په جرمني کې د ایران سفیر احضار کړی دی.

په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک د محسن شکاري پر اعدام نیوکه وکړه او ویې ویل، د ایران حکومت د انسانانو ژوند ته بې حده سپکاوی کوي.

د پنجشنبې په ورځ د ایران قضایه قوې د روانو مظاهرو یو تن مخکښ محسن شکاري چې د مظاهرو پر مهال د یوه سړک په تړلو او بلوا ته په لمن وهلو تورن وو، اعدام کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د محسن شکاري د اعدام په غبرګون کې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "موږ د محسن شکاري په اعدام خواشیني یو."

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل وویل چې هغه د محسن شکاري په اعدام سخت خواشینی دی.

هغه وویل دا موضوع به د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې مطرح شي.

په ایران کې دننه هم د محسن شکاري تر اعدام وروسته مظاهرو زور اخیستی دی.