پاکستان د افغان نجونو د زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په اندونیزیا کې د افغان مېرمنو د تعلیم په اړه په کنفرانس کې خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په خپل ټوېټر کې خبر ورکړی چې پرون په دې کنفرانس کې زرداري افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم پر اهمیت ټینګار وکړ.

په دغه کنفرانس کې د طالبانو کوم استازی نه تر سترګو کېږي، خو د نړۍ ځینو رهبرانو په کې ګډون کړی دی.

طالبانو لا هم اجازه نه ده ورکړې چې نجونې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم وکړي او ښځو ته هم په اکثرو ادارو کې د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.