کرویشیا د اروپا په شېنګن حوزه کې شامل شو

د کرویشیا او هنګري ترمنځ سرحدي سیمه

کرویشیا د اروپا په شېنګن حوزه کې شامله شوه، او وګړي به یې له پاسپورټ پرته د دې حوزې غړو هېوادونو ته سفر وکړای شي.

چک جمهوریت جې دا مهال د اروپايي ټولنې دوره یي مشري کوي، پرون په ټویټر کې خبر ورکړی، چې دغه اقدام د ۲۰۲۳م کال له جنورې میاشتې د تطبیق وړ دی.

دا پرېکړه په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د کورنیو او عدلیې وزیرانو تر کتنې وروسته وشوه.

دغه موقف ته د بلغاریا او رومانیا کاندیداتوري ونه منل شوه.

تر دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو، چې د رومانیا له کاندیداتورۍ سره اتریش مخالفت لري او د بلغاریا په وړاندې بیا هالنډ خنډ جوړ کړی دی.

په شېنګن حوزه کې ۲۶ هېوادونه شامل دي، چې ۲۲ یې د اروپايي ټولنې غړي دي، تر څنګ یې ایسلنډ، لیختن¬شټاین، ناروې او سویس هم په کې راځي.