د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارډ کارنر وایي، هېواد به یې په شینګین زون کې چې د غړیو هېوادونو اتباع یې له پاسپورټ پرته په کې سفر کولای شي، د رومانیا او بلغاریا د غړیتوب مخه ونیسي.
هغه دا خبره د اروپايي ټولنې د عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته له رسېدو سره سم خبریالانو ته وکړه.
هغه په دې اړه چې ولې د دې هېوادونو د غړیتوب مخه نیسي، نور جزییات ورنه کړل، خو رومانیا او بلغاریا له ترکیې څخه لوېدیځې اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د تګ مهمې لارې بلل کېږي.
په شینګین زون کې پر سویس، ناروې، لیختینشټاین اوایسلنډ سربېره د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو ۲۲ یې شامل دي.