امريکا: طالبان بېرته پخوانۍ 'تياره زمانې' ته ستانه شوي

د طالبانو موټر، انځور - ارشيف

د امریکا متحده ایالتونو په فرا ولایت کې د قصاص د حکم اجرا کېدو ته په غبرګون کې ویلي، دا کار د دې ښکارندویي کوي چې طالبان بېرته " پخوانۍ تیاره" زمانې ته ستانه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس تېره شپه خبریالانو ته وویل: "په ټولنیزو رسنیو کې کرکجنې ویډیوګانې ښکته پورته کېږي چې ښېي طالبان د ۱۹۹۰ مو کلونو ناوړه کړنو ته ګرځېدلي دي.

پرایس ویلي، د طالبانو دغه اقدام د ټولو افغانانو پت او بشري حقونو ته سپکاوی او د طالبانو د کړو ژمنو ماتېدل په ډاګه کوي.

طالبانو بیا په فرا کې د قصاص د حکم ننګه کړې او ویلې يې دي، تر ډېر دقت او د مشر ملا هبت الله اخندزاده تر تایید وروسته یې عملي کړی دی.

خو یو شمېر دیني او حقوقي پوهانو ازادي راډیو ته وویل چې، دا مهال د دغه ډول حکمونو تطبیق ته شرایط نه‌دي برابر.