وېسټ: د طالبانو مشروعیت له ښځو سره د دوی په چلند پورې تړلی دی

توماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وایي، د طالبانو کورنی او نړیوال مشروعیت په دې پورې تړلی چې دوی له ښځو او نجونو سره څه ډول چلند کوي.

ښاغلي وېسټ پرون ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې، د افغانستان اقتصادي او ټولنیز ثبات هم له ښځو سره د طالبانو په چار چلند پورې اړه لري.

نوموړي ویلي، افغانستان کې یې د ده په ټکو د خرابېدونکي بشري وضعیت په تړاو د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ پلاوي سره په اماراتو کې خبرې کړي دي.

طالبانو د بشري وضعیت د اندېښنو په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو دفاع وزارت یې وړمه ورځ ویلي و چې مشرتابه یې امریکایي استازي ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به چاته ګواښ نه پېښیږي.

پر امریکا سربیره نورو هېوادونو هم د طالبانو رسمیت پېژندل د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په ټینګښت پورې تړلي دي.