بېلاروس د خيانت په بدل کې چارواکو ته د مرګ سزا ورکولو لايحه تصويب کړه

د بېلاروس پارلمان

په بېلاروس کې د پارلمان وکیلانو هغه لایحه تصویب کړه، چې د لوی خیانت په بدل کې چارواکو او پوځي پرسونل ته د مرګ سزا په پام کې نیول شوې ده.

دا لایحه داسې مهال تصویبېږي، چې اندېښنې شته روسیه ښايي د بېلاروس له پوځ سره یوځای د بېلاروس له قلمرو څخه پر اوکراین تازه حملې وکړي.

په دې لایحه چې لومړی د ډسمبر پر ۷مه په پارلمان کې لوستل شوې وه، د بېلاروس د پوځ د بدنامولو هدف د ناسمو اطلاعاتو په بدل کې د جنايي تعقیب موضوع هم شامله ده.

روسیې په فبروري میاشت کې پر اوکراین تر خپل غیرموجه یرغل وروسته دې ته ورته لانجمن قانون په مارچ میاشت کې تصویب کړ، چې د روسیې د وسله‌والو ځواکونو د بدنامۍ هڅې ته په‌کې سختې جزاګانې پېشنهاد شوې دي.