په هندوستان کې روان میلادي کال ۹۰۷ کسان د تالندې او برښنا یا ټکې رالوېدو په پېښو کې مړه شوي دي.
د هند د ځمکپوهنې وزارت پرون چهارشنبه پارلمان ته په یوه راپور کې ویلي، چې په دغه هېواد کې د تالندې پېښې یوسل او یوولس برابره زیاتې شوي دي.
ځینو ساینسپوهانو یې یو علت په ټوله نړۍ کې اقلیمي بدلون بللی دی.
هند چې ۱ ملیارد او ۴۰۰ملیونه وګړي لري، په تېره مارچ میاشت په کې دومره ګرمي وه چې په تېره پېړۍ کې یې ساری نه و لیدل شوی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي اقلیمي بدلون ښايي له ۲۰۳۰ څخه تر ۲۰۵۰ م کاله پورې هر کال د نږدې دوه نیم سوه زره کسانو د مرګ سبب شي چې عمده علت به یې خوارځواکي، ملاریا، نس ناستې او د ګرمۍ له کبله رواني فشارونه وي.