جرمني په مديتراني سمندرګي کې تر ۳۰ زيات پناه‌غوښتونکي ژغورلي دي

انځور - ارشيف

د جرمني یو بنسټ وايي د دغه هېواد یوې ژغورونکې کښتۍ د مدیترانې سمندرګي په مرکزي برخه کې تر ۳۰ زیات پناه غوښتونکي وژغورل.

د لویس میشل (Louise Michel) په نوم ادارې پرون چهارشنبه په ټویټر کې لیکلي، چې دغه پناه غوښتونکي یې له لرګیو جوړې شوې کښتۍ ژغورلي دي.

چارواکي وايي، د پناه غوښتونکو په کښتۍ کې تر ۲۵۰ ډېر کسان سپاره وو.

زیات پناه غوښتونکي اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د سمندرونو پر خطرناکو لارو سفر ته ملا تړي.

د جرمني دغه بنسټ وايي په وروستیو ورځو کې له ځینو نورو ادارو سره یو ځای په مدیترانې سمندرګي کې په یو شمېر ماموریتونو بوخت دي.