ريچارد بېنيټ افغانستان کې د ملکيانو د خونديتوب لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې

ريچارد بېنيټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې د ملکیانو د خویندیتوب او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د نورو اقداماتو غوښتنه وکړه.

ریچارد بېنیت پرون ناوخته په یوه ټویټ کې په بلخ او ننګرهار کې وروستیو چادونو ته په اشاره چې ملکیانو ته یې هم مرګ‌ژوبله اړولې وه دا موضوع یاده کړې ده.

د سې شنبې په ورځ د جلال اباد د صرافۍ په مارکېټ کې چاودنې ۶ کسان ټپیان کړل، دغه راز په بلخ کې هم یوې چاودنې ۷ ووژل او ۶ نور ټپیان کړل.

په مړو او ټپیانو کې ملکیان هم شامل دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما تېره شپه په یوه ټویټ کې لیکلي، چې په مزار شریف او جلال اباد کې لږ تر لږه ۳۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یوناما وايي په جلال اباد کې د وروستیو حملو له کبله د سېکهانو یو عبادت‌ځای هم اغېزمن شوی دی.