يونېسف: ۱۱ ورځې وروسته د ګوزن خلاف وروستی کمپاين پيليږي

د پوليو واکسين تطبيق، انځور - ارشيف

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د ګوزڼ یا پولیو خلاف د روان میلادي کال وروستی کمپاین له نن څخه ۱۱ ورځې وروسته پیلېږي.

په افغانستان کې د یونېسف د رسنیو د برخې مسوول کمال شاه، ازادۍ راډیو ته وویل، په پام کې ده په دې کمپاین کې ۷ ملیونه ماشومان واکسین شي.

نوموړي وويل: "د پولیو راروان کمپاین د ډسمبر میاشتې پر ۱۹مه پیلېږي، په ۲۵ ولایتونو کې به عملي شي. په دې کمپاین کې به ۷ ملیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي."

سږ کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو دوې مثبتې پېښې، خو په پاکستان کې یې شل مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې دي.