د روسيې ولسمشر د دغه هېواد د پوليسو د شمېر ډېرېدو فرمان لاسليک کړ

د روسيې ولسمشر ولادمیرپوتین

د روسيې ولسمشر ولادمیرپوتین داسې یو فرمان لاسلیک کړی چې پر بنسټ به يې تر ۲۰۲۵ میلادي کاله پورې د دې هېواد د پولیسو شمېر ۹۳۸ زرو ته ورسیږي.

دغه فرمان چې د ډیسمبر په ۵مه لاسلیک شوی دی په‌کې راغلي چې، د روسیې د پولیسو شمېر به را روان کال ۹۲۲ زره تنو ته ورسیږي او په ۲۰۲۴ م کال کې به دا شمېر ۹۳۴ زره شي.

وروسته له هغه چې مسکو په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیا په ناقانونه توګه د خپل هېواد یوه برخه کړه او د روس پلوه بېلتون غوښتونکو ملاتړ یې وکړ، په دغه هېواد کې د پولیسو تر ټولو زیات شمېر په قانوني توګه ۸۹۴ زره تنه وو.

له کله نه چې روسيې پر اوکراین یرغل پیل کړ په زرګونه روسان پوځي دندې ته راغوښتل شوي دي.