د يوناما د بشري چارو مشر د اوکراين پر عامه تاسيساتو د روسيې بريدونه غندلي

اوکراين کې پر عامه ځايونه د روسيې بريدونه، انځور - ارشيف

د ملګروملتونو د بشري چارو مشر مارتین ګریفیتس Martin Griffiths هغه کړاو چې د اوکراین پر عامه تاسیساتو د روسیې د وروستیو حملو په نتیجه کې د دې هېواد پر خلکو راغلی غندلی دی.

د ملګروملتونو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې په دې اړه د ښاغلي ګریفیتس خبرې، د اوکراین لوېدیځو متحدانو وستایلې، خو روسیې یې کلک مخالفت وکړ.

ګریفیتس د دې حملو په نتیجه کې د خلکو د مړینو، بې‌ځایه کېدلو او کړاونو ارقام هم وړاندې کړل او ویې ویل، د اوکراین له ۱۴ میلیون زیات وګړي له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي چې ۷،۸ میلیون اروپا او ۶،۵ میلیون نور په اوکراین کې دننه نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري چارو مشر همدا راز وویل، د اوکراین په جګړه کې تر دې دمه د ۴۱۹ ماشومانو په ګډون ۱۷۰۲۳ ملکي وګړي وژل شوي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو اداره په دې باور ده چې د وژل شویو کسانو اصلي ارقام تر دې خورا زیات دي.