امريکا له پولنډ سره د پوځي مرستو طرحه تأييد کړه

د امريکا بيرغ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پولنډ ته د ۳،۷۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د ابرامز په نوم ټانکونو، پوځي وسایطو او مهماتو د ورکولو احتمالي طرح تایید کړه.

په یوه بیان کې چې پنټاګون بېګاه خپور کړ، د دې معاملې خبر ورکړل شوی.

له دې څو میاشتې مخکې متحدوایالتونو پولنډ ته د یوبل ډول امریکايي ټانک د پېرلو اجازه هم ورکړې وه.

پولنډ چې غواړي خپل پوځ په عصري وسایلو سمبال او پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته ځان له نوي جیوپولیتیک حالت سره سم کړي، د دې نوې طرحې له مخې د دې ټانکونو دواړه ډولونه پېرلای شي.