د چين ولسمشر په درې ورځني سفر سعودي عربستان ته ځي

د چین ولسمشر شی جین پینګ

د چین ولسمشر شی جین پینګ په یوه درې ورځني سفر سعودي عربستان ته ځي او د تېلو د دغه ستر تولیدونکي هېواد له پاچا سره ګوري.

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس له‌مخې شی جین پینګ به نن چهارشنبه سعودي ته روان شي.

دا له ۲۰۱۶ کال وروسته سعودي ته د نوموړي لومړنی او د کرونا له وبا وروسته بهر ته د هغه درېیم سفر دی.

دا سفر داسې مهال کېږي چې د سعودي عربستان او امریکا اړیکې د انرژۍ، سیمه‌ییز امنیت او بشري حقونو د اندېښنو له کبله خړې پړې شوي دي.