پاکستان په کينيا کې د خپل وژل شوي خبريال د قضيې څېړلو لپاره پلاوی ټاکلی

کينيا کې وژل شوی پاکستان خبريال ارشاد شريف

د پاکستان سترې محکمې له پنځو قاضیانو جوړ یو پلاوی وټاکه چې کینیا کې د خپل یوه مشهور خبریال د وژلو تحقیقات و څاري.

پنځوس کلن ارشاد شریف د اکتوبر په ۲۳مه د کنیا د پلازمېنې نایروبي ښار په څنډه کې په ډزو ووژل شو.

پر ښاغلي شریف د پاکستان دننه د حکومت په ضد د خیانت دوسیه ثبت وه او هغه ژوند ته د ورپېښ ګواښ له کبله له هېواده تښتېدلی و.

د پاکستان سترې محکمې ویلي، دوی د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو او د فدرالي او استخباراتي څیړنو د ادارو ځواب ته په تمه دي.