ايران کې د سپاه پاسداران د يوه افسر د وژنې په تور ۵ تنه په عدام محکوم شول

د سپاه پاسداران يو شمېر افسران

ایراني چارواکو د سپاه پاسداران انقلاب د یوه افسر د وژنې په جرم ۵ تنه په اعدام او ۱۱ نور په اوږده حبس محکوم کړل.

رویټرز د ایران د ایرنا خبري اژانس په حواله ویلي، دغه دیارلس سړي او درې کم عمره ځوانان پرون سه شنبه د سپاه پاسداران د بسیج ډلې د یوه مسول روح الله عجمیان د وژنې په جرم محکوم شول.

ایرنا اژانس د محکومو شویو کسانو هویت نه‌دی په ډاګه کړی او د ایران د قضایه قوې ویاند مسعود ستایشي هم پر محکومو شوو کسانو د جرم هیڅ ثبوت نه‌دی وړاندې کړی.

دغه ادعا شوی قتل د نومبر په ۱۲مه تهران ته نژدې په کرج ښار کې شوی دی.

دغلته شپاړسو کسانو روح الله عجمیان محاصر کړ او په چاقو او ډبرو یې پر هغه ګزارونه وکړل.