په شمالي وزيرستان کې ۵ طالبان او يو پوځي وژل شوی

ارشیف: پاکستانی سرتېری

د پاکستان امنيتي ځواکونو په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو پر پټنځايونو چاپه وهلې او د ډزو په تبادله کې پنځه وسله وال طالبان او يو پوځي وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ دا خبر ورکړی.

اسوشېټېډپرېس د پاکستاني طالبانو د سرچینو له قوله خبر ورکوي چې د دوی جنګیالیو په دغه برید کې یو پاکستانی سرتېری وژلی دی.

پاکستاني طالبانو د ور اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني طالبانو په دې وروستیو کې اوربند پای ته ورساوه او خپلو جنګیالیو ته یې امر وکړ چې په ټول هېواد کې حکومتي ځواکونه په نښه کړي.