د نايجريا په يوه مسجد کې پر لمونځ کوونکو حمله شوې

د نايجريا پوليس او خلک

د نایجریا پولیس وايي، وسله‌والو کسانو د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې پر یوه جومات حمله وکړه او ۱۹ لمونځ کوونکي یې ورڅخه وتښتول.

د پولیسو یوه ویاند ګامبو عیسي پرون (یکشنبه) وویل، دا پېښه د کاتسینا ولایت په مایګامجي کلي کې د مازدیګر د لمانځه پر مهال وشوه.

د عیسي په وینا، د حمله کوونکو په ډزو د جومات امام او یو بل تن ژوبل شوي او اوس په روغتون کې دي.

د نایجریا په شمال لوېدیځ کې جنایتکارې ډلې ډېرې فعالې دي.