مجاهد: هغه کس نيول شوی چې د پاکستان پر سفارت يې ډزې کړې وې

کابل کې د پاکستان سفارت، انځور - ارشيف

طالب چارواکي وايي، هغه کس یې نیولی چې د تېرې جمعې په ورځ یې په کابل کې د پاکستان په سفارت ډزې کړې وې.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا کس د یو بهرني هېواد تبعه او د داعش ډلې غړی دی.

مجاهد ادعا کړې چې دا بريد د داعش ډلې او یو شمېر نورو چې ده ورته د بغاوتګرو کلمه کارولې، په ګډه تنظیم کړی دی.

د طالبانو ویاند دا تور هم پورې کړی چې د دې بريد تر شا ځینې بهرنۍ کړۍ لاس لري او هدف یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د بې باورۍ رامنځ‌ته کول و.

د جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان په سفارت په ډزو کې شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني روغ ووت، خو یو ساتونکی یې ټپي شو.

د برید مسوولیت داعش منلی و.