د طالبانو حکومت د سالنګ لارې د بيا رغونې په چارو کې د ځنډ خبر ورکړی

د سالنګ لويه لار، انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې په چارو کې د ځنډ خبر ورکوي.

دې وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې، د ژمي له رارسېدو سره د دې لویې لارې د ۳۰ کیلومتره سړک د رغونې کار چې د روان کال په دوهمه نیمايي کې پیل شوی و، ځکه ځنډېږي چې د شیبر کوتل بدیله لاره خوندي نه‌ده.

د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې پر مهال د هېواد شمال ته د تګ راتګ لپاره د شیبر کوتل له بدیلې لارې کار اخیستل کېده.

په بیان کې یادونه شوې چې د تونل په ګډون د دې لویې لارې بیارغونه به په راروانه وري میاشت کې بیا پیل شي.