د طالبانو حکومت: غواړو له ايران څخه ډېر توکي را وارد کړو

انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت پلان لري چې افغانستان ته د ایران په وارداتو کې زیاتوالی راولي.

دا خبر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سیدحسن مرتضوي سره د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي د کتنې په اړه پر ټویټر په یوه بیان کې ورکړی.

په بیان کې د ښاغلي متقي له قوله راغلي، هغه وخت رارسېدلی چې له ایران سره اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي.

د بیان له‌مخې ښاغلي متقي غوښتنه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت او ترانزیت په برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

بیان د متقي له قوله زیاتوي چې نوموړی واي، د ژمي له را رسېدو سره له ایران څخه د اړتیا وړ اړینو توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی خو له محدودو هېوادونو سره چې یو یې ایران او بل یې پاکستان دی، تودې اړیکي پالي.