ایران د اسراییلو استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور ۴ کسان اعدام کړل

ارشیف

ایران څلور کسان چې د اسراییل استخباراتي ادارې موساد ته په کار کولو تورن ووو نن اعدام کړل.

د ایران دولتي اژانس ایرنا د اعدام شویو کسانو نومونه خپاره کړي او وايي، دوی له موساد څخه د وسلو او پیسو په ترلاسه کولو تورن وو.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب د ګڼو کسانو د نیولو ادعا کړې چې ګواکې له موساد سره اړیکې لري او د ایراني وګړو په اختطاف او د ملکیتونو په تخریب کې لاس لري.

اسراییل او ایران په سیمه کې د یو بل سرسخت رقیبان دي او کله ناکله ایران بهرنیو هېوادونو ته د جاسوسۍ په تور د ځینو کسانو د نیولو خبر ورکوي.