داعش په کابل کې د پاکستان پر شارژدافېر د حملې مسوولیت په غاړه واخیست

په کابل کې د پاکستان سفارت

د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې په کابل کې د پاکستان پر شارژدافېر د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

د جمعې په ورځ د کابل په پروان مېنه کې د پاکستان پر شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني په ډزو کې د هغه یو ساتونکی ټپي شو خو نظاماني روغ ووت.

داعش په هغه بیان کې، چې تېره شپه دې ډلې ته یوې نږدې رسنۍ په ټیلګرام کې خپور کړی، ویلي دا برید د دوی یوه غړي کړی دی.

د طالبانو حکومت، پاکستان او امریکا دا برید غندلی او طالبانو ویلي چې په دې تړاو یې یو تن نیولی دی.