د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر د یو پلاوي په مشرۍ اماراتو ته لاړ

مولوي محمد یعقوب مجاهد

د طالبانو سرچینې وايي، د دوی د دفاع د سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ یې یو هیئت پرون شنبه متحده عرب اماراتو ته لاړ.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، دغه هیئت به یې په اماراتو کې هلته له ځايي مشرانو، مېشتو افغانانو او نورو شخصیتونو سره وګوري.

په همدې حال کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پرون له افغانستان په بهرني سفر لاړ او ځینو سرچینو ویلي چې ممکن ښاغلی کرزی لومړی په متحده عرب اماراتو کې تم شي.

اماراتو ته د اوسنیو او پخوانیو چارواکو سفر ځکه مهم ګڼل کېږي، چې د افغانستان مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني هم هلته دېره دی.

دا لا څرګنده نه ده چې د طالبانو دفاع وزیر به له ښاغلي کرزي یا هم غني سره په کتنو کې برخه واخلي که نه؟