په لندن کې د روسیې یو شتمن سوداګر نیول شوی

روسی شمتن میخایل فریډمن

د روسیې یو شتمن سوداګر میخایل فریډمن په لندن کې په خپل هغه کور کې نیول شوی چې څو میلیونه پاونډه ارزښت لري.

میخایل فریډمن د بریتانیا هغو افسرانو له خوا ونیول شو، چې د دغسې شتمنو کسانو د بالقوه مجرمانه فعالیتونو په اړه یې څېړنه کوله.

رسنیو پرون شنبه راپور ورکړ، دغه روسی وګړی چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ۵۸ کلن دی او د بریتانیا د جرمونو ملي ادارې تېره پنج شنبه نیولی دی.

پر دغه شتمن روسي شتن کس، د پیسو د مینځلو، د کورنیو چارو وزارت د تېرایستلو او د ناسمې شاهدۍ ورکولو تر څنګ له قانون څخه د ځینو نورو سرغړونو شکونه شته.

یو بل ۳۵ کلن سړی چې د دې شتمن په استوګنځي کې یې کار کاوه، سیمې ته نږدې وروسته له هغې ونیول شو، چې له زرګونو پاونډو ډکه خلطه ورسره وه او له دې استوګنځي په وتلو و.