دیمیټرو کولیبا: اوکراین ته دې د 'پیټریاټ' توغندي ورکړل شي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولیبا

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وایي، هغه وخت رارسېدلی دی چې اوکراین ته د پیټریاټ توغندیو دفاعي سیستم وسپارل شي.

دیمیټرو کولیبا سي این این تلوېزیون ته په مرکه کې چې پرون خپره شوه دا خبره هم وکړه چې پر اوکراین د روسیې د برید په لومړیو کې دوی د دې توغندیو غوښتنه کړې وه او حتی تر جګړې مخکې یې دا غوښتنه لرله، خو اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې دا پرېکړه وشي.

دیمیټرو کولیبا بیا وویل چې ده په دې تړاو له خپلو امریکایي او جرمني سیالانو سره خبرې کړې دي چې له اوکراین سره به دا لویه مرسته وي چې دا توغندي وروسپارل شي.

تر اوسه په دې اړه نه د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزارت او نه هم د ناټو په کچه پرېکړه شوې ده چې اوکراین ته پیټریاټ توغندي ورکړي.