ټوماس وېسټ: افغانان خپلواکو رسنیو ته د لاسرسي اړتیا لري

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د طالبانو له خوا د ازادي راډیو او د امریکا غږ اشنا راډیو د نشراتو بندول وغندل.

نوموړي پرون په یوه ټوېټ کې وویل چې افغانان اړتیا لري چې خپلواکو رسنیو ته لاسرسی ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویاند نېډپرایس هم په یوه ټوېټ کې ویلي چې متحده ایالات په پراخه کچه خپلواکو رسنیو ته د لاسرسي د حق ملاتړ کوي.

هغه ویلي، د طالبانو له خوا په افغانستان کې د امریکا غږ راډیو او ازادي راډیو د نشراتو بندول، د هغوی د ظالمانه اقداماتو په اوږده فهرست یو بل هم زیاتوي.

نېډپرایس زیاته کړې چې د افغانستان خلک د دې مستحق دي چې خپلواکو خبرونو ته لاسرسی ولري.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ازادي راډیو او د امریکا غږ راډیو، د اېف اېم او اې اېم څپې بندې کړي چې دواړو راډیوګانو به ۲۴ ساعته پرې خپرونې کولي، خو زموږ او د امریکا غږ راډیو خپرونې پر نورو ټولنیزو شبکو سربېره پر لنډو څپو دوام لري.

تردې مخکې د طالبانو پر دې پرېکړې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ادارو هم انتقاد کړی و او هغه یې خلکو ته د ازادو معلوماتو د رسېدو په لاره کې خنډ بللې.