یوناما او ترکیې په کابل کې د پاکستان پر سفارت پرونی برید وغانده

ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په کابل کې د پاکستان پر سفارت پرونی برید په کلکه وغانده.

یوناما په یوه ټوېټ کې د دغه برید ټپیانو ته د عاجلې روغتیا د هیلې ترڅنګ یوازې دومره ویلي چې ډیپلوماتیک ماموریتونه د نړیوالو قوانینو له مخې خوندي دي.

په افغانستان کې د ترکیې سفارت هم په یوه ټوېټ کې د پاکستان پر سفارت د برید په اړه ژوره خواشینې څرګنده کړې او هغه یې په کلکو ټکو غندلی دی.

په دغه برید کې چې مسوولیت یې تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، د پاکستان د سفارت سرپرست او شارزدافیر ته زیان نه دی رسېدلی، خو د هغه یو پاکستانی ساتونکی سخت ټپي شوی دی.