طالبان: په خوست کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د قاچاق په تور ۳ کسان نیول شوي

ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په خوست کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د قاچاق په تور د درېیو کسانو د نیولو خبر ورکوي.

دې وزارت پرون په یوه ټوېټ کې ویلي چې د دې وزارت منسوبینو دغه درې تنه د دې ولایت په کونډیو سیمه کې د کشفي عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

چارواکو ویلي دوی غوښتل چې یوه بې پیلوټه الوتکه چې د پخواني حکومت له یوه کانټینره یې ښکته کړې او له ځان سره ساتلې وه، یوه ګاونډي هېواد ته قاچاق کړي او پر دونیم لکه امریکایي ډالرو یې وپلوري.

د پخواني حکومت د وسله والو ځواکونو په لسګونو الوتکې د تېرکال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم ګاونډیو هېوادونوته لېږدول شوي چې ډېرې یې تراوسه بېرته افغانستان ته نه دي ورګرځول شوي.